د روژې روانه میاشت په هېواد کې د تېرو څو لسیزو په پرتله تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې په ګڼ‌شمېر کورنیو کې د غم ویر خپور و. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روژې له پېل څخه تراوسه نږدې ۳۰۰ ملکیان وژل شوي او۵۰۰ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین سلام‌‌وطندار ته وایي چې د روانې روژې میاشتې له پیل څخه تراوسه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري ‍۱۵۰ ماینونه، ۱۵ ځانمرګي او د هدفي وژنو ۵۰ بریدونه شوي دي. د نوموړي په وینا، د وسله‌والو طالبانو په دې بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په ګډون ۳۰۰ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰۰ نور تپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، په تېره یوه میاشت کې د جګړو او د وسله‌‌والو طالبانو له لوري د بریدونو په پایله کې افغان امنیتي ځواکونو ته اوښتي تلفات مني، خو شمېره یې نه په ډاګه کوي.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

طارق ارین وایي، په دې میاشت کې د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله وسله‌والو طالبانو ته دوه برابره تلفات اوښتي دي. د هغه په وینا، په روانه روژه کې د وسله‌والو طالبانو له لوري په لسګونه ماینونه او د دې ډلې ترهګریز بریدونه، د افغان امنیتي ځواکونو له لوري کشف او خنثا شوي دي.
د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون په روژې میاشت کې ملکیانو ته د اوښتي تلفاتو په اړه اندېښنه ښيي او وایي چې د روژې مبارکې میاشتې له پېل څخه د دې میاشتې تر۲۵نیټې پورې، په ټول هېواد کې ۱۳۰ امنیتي پېښې شوي دي.
د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون د اطلاع رسونې مسوول رضا جعفري سلام‌وطندار سره مرکې کې وویل چې د دې پېښو له امله ۱۶۰ ملکیان چې ۹ یې مېرمنې، ۲۶یې ماشومان وو وژل شوي او ۳۵۱ نورکسان چې په ډله کې یې ۱۳۰ ماشومان او ۳۰ مېرمنې دي، تپیان دي.
د بشرحقونو خپلواک کمېسیون ټينګار کوي چې د ملکيان د تلفاتو د مخنیوي یوازینۍ لار د دایمي اوربند ټینګښت دی او د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د خبرو له لارې دې سوله وکړي.



دا په داسې حال کې ده چې هرات کې د خوندي ساتنې کاري ډله وایي، په تېرو ۵۰ ورځو کې یوازې له دې ولایت څخه ۲۲ملکیانو د ترهګریزو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۵نور کسان ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام