یوه ولسي سرچینه وايي چې په مخکیني حکومت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال شمسالحق شیخاني د اسلامي امارت له لوري نیول شوی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (جمعه، لړم شپږمه) سلاموطندار ته ویلي چې شیخاني او زوی یې نږدې شل ورځې وړاندې د کابل نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمې څخه د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، د اسلامي امارت ځواکونو شیخاني او د نوموړي ځوان زوی یوه نامعلوم ځای ته لېږدولي او د شیخاني کورنۍ هم د هغه د ځای او وضعیت په اړه معلومات نه لري.
خو د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي بیا دغه ادعا ردوي او وايي چې نوموړی د پروان د امنیتي ځواکونو له لوري نه دی نیول شوی.
شیخاني د پروان د ولایتي شورا د مرستیالۍ ترڅنګ یې دغه ولایت کې د اجمل رحماني خیریه بنسټ مسوولیت هم پر غاړه درلود.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ویل کېږي چې شیخاني د مخکیني حکومت پرمهال د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني له نږدې کسانو څخه و.