Asset 1SWN

ریچارډ بنټ: افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد هېواد دی

Taliban-women

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بنټ هېواد څخه تر ستنېدو وروسته خپل لومړنی رپوټ بېګاه شپه د ملګروملتونو سازمان عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

د بنټ دغه رپوټ کې ویل شوي چې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د نړۍ تر ټولو ناوړه هېواد دی او اسلامي امارت هم لږکیو څخه ساتنه کې ناکامه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رپوټ پر بنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو پنجشېر کې جنګي بندیان په ناقانوني توګه وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي: «د بشري حقونو له نظره، وضعیت د خرابېدو خوا ته روان دی. په مشخص ډول، افغانستان د نړۍ په سطحه د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.»

له دې سره سیاسي شنونکي وايي، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي هېواد کې د بشري حقونو د نقض موارد رابرسېره کړي او اسلامي امارت باید اصلاحات رامنځته کړي.

دوی له بهرنیو سازمانونو هم غواړي چې د دغه ډول رپوټونو چمتو کولو پرمهال تر ډېره خلکو سره اړیکه ټینګه کړي.

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي وویل: «د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر د همدې حکومت د ناکامیو پایلې رابرسېره کړي او د بشر حقونو نقض یې راپسېره کړي دي. ښه به وي چې اسلامي امارت اصلاحات رامنځته کړي.»

له دې ټولو سربېره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بېګاه شپه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، بهرني سازمانونه باید له هغې ازادۍ څخه چې اسلامي امارت ورته ورکړې، ناوړه ګټه پورته نه‌کړي.

په ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند له مرستیالانو څخه بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل، اشخاص او بهرني بنسټونه باید د څېړنو اصول په پام کې ونیسي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت د هر ډول بې‌پرې او حقایقو موندلو لپاره اشخاصو او بنسټونو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي. بنسټونه هم باید راپورونه د واقعیتونو پر بنسټ، علمي، کره سنجول شوي او د اسنادو له مخې جوړ او خپاره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د سلام‌وطندار د یوه خپور کړي راپور پر بنسټ د پنجشېر یوشمېر اوسېدونکو د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا دغه ولایت کې د بشري حقونو نقض څخه شکایت کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام