د افغانستان ارزي زېرمو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړې ته د غبرګونونو پر دوام، کابل کې د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو موسسې غړې وايي چې امریکا دې افغانانو ته د تېرې ۲۰کلنې جګړې غرامت ورکړي.

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو موسسې غړو نن په یوې اعتراضیه غونډه کې دا پرېکړه ناعادلانه وبلله او وویل چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا او نورو هېوادونو د جګړې ډګر و چې له امله یې ګڼ‌شمېر افغانان قرباني شوي او امریکا یې باید غرامت ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد بنسټ مرستیاله تورپېکۍ مومند وايي چې د کنګل شوې پیسې د افغانستان د ارزي زېرمو ملاتړ دی او د بایډن یاده پرېکړه به افغانستان له یوې لویې فاجعې سره مخ کړي.

نوموړې وویل: «کله چې په افغانستان کې اقتصاد کمزوری کېږي، لکه اوس چې موږ ورسره مخ یو چې خلک ډېرې اقتصادي ستونزي لري او حتا د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري. په داسې سختو حالاتو کې د دې پرځای چې له موږ سره مرستې  وکړي، زمونږ د خولې مړۍ اخلي او دسترخوان نه مو ډوډۍ پټوي.»

په ورته مهال د یادې ناستې نور ګډونوال وايي چې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه له افغانانو سره په ښکاره ظلم دی.

دوی د بایډن وروستۍ پرېکړه د نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې بولي او له نړیوالو ټولنې او بشر حقونو سازمان څخه غواړي چې یادې پیسې دې ازادې کړي او د غرامت په توګه یې د قربانیانو کورنیو ته د ورکولو مخه ونیسي.

په ورته مهال د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو موسسې غړې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې چوپتیا نه غوره کوي او د افغانانو غږ دې بدرګه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې ښځې دغه اعتراض په داسې حال کې کوي چې د افغانستان بانک د اووه میلیارده ډالرو په اړه د بایدن وروستۍ فرمان له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام