د جوزجان په اقچه کې یو قومي مشر د ۲۵۰ زره ډالرو په لګښت ښوونځی جوړوي

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالي قومي مشر د خپلې شخصي ځمکې پر سر د څه باندې ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل کړې. د جوزجان د پوهنې ریاست چارواکي وايي، دغه ښوونځی به په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي چې په دوو درسي ټایمونو کې به د څه باندې ۳۰۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو د ځایدو ظرفیت ولري.

بلخ کې ۶۰ سلنه کارخونې غیر فعالې شوې دي

د بلخ ولایت یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو د پنجشنبې په ورځ  خبري غونډه کې د امریکا د ولسمشر پر هغه اجرایوي فرمان نیوکه وکړه چې امریکا غواړي د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو څخه نیمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړي. هغوی د بایډن دغه پرېکړه بشري ضد او غیر قانوني عمل بولي.

وسله‌والو ډلو ته د خلکو د جذب اندېښنې؛ شنونکي: حکومت دې یې مخه ونیسي

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې حضور په تړاوو راپور خپور کړی دی. د پنټاګون په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان لپاره د داعش خراسان او نورې وسله‌والې ډلې په دې هڅه کې دي، څو د اسلامي امارت ناراضه کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.

ګوترېش: د افغانستان ملاتړ د ملګرو‌ملتونو او ټولیز امنیت د تړون سازمان لومړیتوب دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتیرېش وايي چې له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستان څخه ملاتړ د ملګرو ملتونو او د ټولیز امنیت د تړون سازمان د همکاربو په لومړیتوبونو کې ځای لري. نوموړي زیاته کړې، اقتصادي ستونزې، د وزګارتیا ډېرېدل او د انساني ناورین رامنځته کېدل، ناهیلۍ ته لمن وهي او افراط‌ګرايي او ترهګرۍ ته وده ورکوي.

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د شري ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، په تېرو څو میاشتو کې پر یادې ناروغۍ د اخته ماشوماو پېښې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دي.
دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې اوس یوازې هرات کې د ورځې په شري ناروغۍ د اخته کېدو تر ۴۵ پورې پېښې ثبتېږي.