د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې چارواکو نن کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د دوی څو صنفونه د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د کانونو او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مرستیال فریداحمد مولوي زاده د صنعتي او کانونو د صنفونو وضعیت بحراني بولي او وايي چې دا صنفونه له ډېر بد حالت سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: « هر صنف نن ستونزې لري، څو صنفونه مو د اقتصادي بحران له امله دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ دي. کارخونې زیاتې ستونزې لري، په ډېر خطرناک حالت کې دي.»

بل‌خوا، د کانونو او صنایعو خونې سرپرست سخي‌احمد پیمان سره له دې چې مشخص نه وایي خو د یو شمېر صنعتي صنفونو د فعالیت بندېدل او تړل کېدل تاییدوي. هغه په ​​فابريکو کې د خامو موادو کموالى، په صنعتي پارکونو کې د برښنا ستونزه او د خرڅلاو کموالى د دغو صنفونو د فعاليت د بندېدو عمده لاملونه بولي.

د غونډې په څنډه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اجراییوي فرمان ته چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه ځانګړې کړې هم اشاره وشوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غونډې یو شمېر ګډونوال وایي چې د افغانستان ارزې زېرمې افغانانو پورې مربوط دي. هغوی له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل چې د امریکا په وړاندې خپل غږ پورته کړي، ځکه د افغانستان بې ثباتي په ګاونډیو هېوادونو کې هم د بې ثباتۍ لامل کېږي.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو او د افغانستان د ارزي زېرمو له کنګل کېدو رووسته هېوادوال له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام