Asset 1SWN

سلام وطندار

کونړ کې په فرضي کرښه د دواړو لورو ترمنځ اوربند وشو

اسلامي امارت ځواکونه پاکستان سره جګړه ۳۴

کونړ کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت اړوند په فرضي کرښه د دواړو لورو قومي مشرانو په منځګړتوب، د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ اوربند وشو.

سرچینه زیاتوي چې دواړو لورو قومي مشرانو ته منلې چې له دې وروسته به د کونړ اړوند پر فرضي کرښه جګړه نه‌کوي او له سیمو څخه بېځایه شوي ولسونه به بېرته خپلو سیمو ته ستیږي.

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه رسمآ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا داسې مهال چې پر کونړ د پاکستان وروستیو بریدونو کې ۳ ملکیان شهیدان او ۱۴ ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

همدارنګه دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیایي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي او ۸۰ څاروي هم تلف شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام