Asset 1SWN

سلام وطندار

حمدالله فطرت: د پاکستان تازه بریدونو کې ۳ شهیدان او ۱۴ ټپیان شوي

حمدالله فطرت

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پاکستان یو ځل بیا پر کونړ برید کړی چې ۳ ملکیان په کې شهیدان او ۱۴ ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

هغه تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځ د جنایتونو په دوام ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د ولسي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکز او جوماتونه په نښه کړي.

هغه ویلي، بریدونو کې د ځاني مرګژوبلې ترڅنګ، مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د ده په وینا، یادو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیایي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي او ۸۰ څاروي هم تلف شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې جګړه له سره پیل شوې او ملکیانو ته زیان رسوي.

د دغې ادارې راپور کې ویل شوي چې جګړې د کرښې په اوږدو کې بشردوستانه وضعیت نور هم خراب کړی او اغېزمنو سیمو کې بشري اړتیاوې لوړې دي چې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوراکي توکو د نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

راپور کې ویل شوي چې شریکان یې د ناامنیو او ننګونو ترڅنګ، د اړتیاوو ځوابولو ته دوام ورکوي.

دا داسې مهال دی چې د تېرې اپریل میاشتې د لومړۍ او اوومې نیټې ترمنځ، د دواړو هیوادونو تخنیکي کچې پلاویو د چین په اورمچي کې هوکړه وکړه چې اړیکو کې د ستونزو د حل لپاره ‘یو جامع پلان’ په اړه بحث وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام