د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف وايي چې د امریکا او متحدینو یې د هرمز تنګي کې د سمندري تګراتګ او د انرژۍ د لېږد امنیت له خطر سره مخ کړی دی.
نوموړي ادعا کړې چې دا وضعیت د اوربند د سرغړونې او د ایران پر بندرونو د سمندري کلابندي له امله رامنځته شوی دی.
قالیباف پر ټولنیزو رسنیو په خپور کړي یوه پیغام کې ویلي: «د هرمز تنګي لپاره نوی معادله په تدریجي ډول رامنځته کېږي.» هغه زیاته کړه چې د اوسني وضعیت دوام د امریکا لپاره د زغم وړ نهدی او په خبره یې ایران لا خپل بشپړ اقدامات نه دی پیل کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، د ډونالډ ټرمپ په مشري د امریکا حکومت د اپرېل له ۱۳مې نېټې راهیسې پر ایران د سمندري بندیزونو اعلان کړی او د دغه هېواد پر بندرونو یې کلابندي پیل کړې ده.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د “Project Freedom” په نوم یو نوی سمندري ماموریت اعلان کړ چې موخه یې د هرمزتنګي د لارې خلاصول دي.
د دې پلان له مخې به امریکايي سمندري ځواکونه سوداګریزې بېړۍ له دې مهمې سمندري لارې بدرګه کوي، کومه چې د ایران تر اغېز لاندې ګڼل کېږي.