
د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د قابلو پر مهم رول ټینګار کوي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د یو میلیون نورو قابلو روزنې ته اړتیا ده.
د دغه بنسټ د افغانستان څانګې نن سهشنبه د ثور ۱۵ / مې ۵ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د مېندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې تر ټولو اغېزمنه لاره، د قابلو په روزنه او مسلکي چمتووالي پانګونه ده.






