سمنګان کې شمېر ځوانان وایي، د خصوصي کتابتونونو او فرهنګي بنسټونو په جوړولو سره هڅه کوي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوان نسل ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ دود کړي.
دوی وویل، سره له دې چې اقتصادي ستونزې شته، اسانتیاوې کمې دي او د مطالعې سرچینو ته لاسرسی محدود دی، خو د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې لاهم روانې دي.
د سمنګان د خُرم ولسوالۍ ۲۳ کلن اوسېدونکی ضیاءالله احمدي چې د اقتصاد پوهنځي محصل دی، وایي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په یوه داسې فرهنګي بنسټ کې فعالیت کوي چې د خلکو لهخوا جوړ شوی.
«ما د خُرم ولسوالۍ په کچه یو خصوصي کتابتون جوړ کړی او زموږ موخه د کتاب لوستلو فرهنګ پیاوړي کول او د ځوانانو د پوهاوي کچې لوړول دي. په دې کتابتون کې شاوخوا څلور تر پنځه زره ټوکه کتابونه شته او هره ورځ له ۵ تر ۱۵ پورې ځوانان د مطالعې لپاره ورځي. موږ د کورنیو او ځوانانو په همکارۍ بېلابېل پروګرامونه لکه سیمینارونه، فرهنګي ناستې او تشویقي پروګرامونه جوړ کړي چې د خلکو له ښه هرکلي سره مخ شوي او د ځوانانو د مطالعې لیوالتیا یې زیاته کړې.»
همدارنګه، یو شمېر نور ځوانان هم د فرهنګي بنسټونو په جوړولو سره په دې برخه کې هڅې کوي.
د سمنگان ۲۲ کلن اوسېدونکی او د «راه دانش» بنسټ مشر تبریز وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې په دې بنسټ کې فعالیت لري.
«د دې بنسټ د جوړېدو موخه په سمنګان او شاوخوا ولسوالیو کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودول او د کتابتونونو د کمښت ستونزې هوارول دي. دامهال په دغه بنسټ کې شاوخوا ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه شته او هره ورځ له ۷ تر ۸ کسانو پورې د مطالعې لپاره مراجعه کوي. موږ د ځوانانو د هڅونې لپاره د سیمینارونو، د کتابونو پېژندنې او فرهنګي ناستو په څېر پروګرامونه جوړ کړي او هڅه کوو چې په راتلونکې کې دغه فعالیتونه نور هم پراخ کړو.»
هغه زیاتوي چې د امکاناتو او مالي سرچینو کمښت د دوی د فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې اساسي ننګونو څخه دي، خو د ملګرو او کورنۍ په همکارۍ توانېدلي چې دا بنسټ فعاله وساتي.
ورته وخت کې، یو شمېر نور ځوانان هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې هم دا ډول مرکزونه جوړ کړي.
د سمنگان ۲۱ کلن اوسېدونکی حجتالله منیب چې د اقتصاد پوهنځي محصل دی وایي: «هوډ لرم چې په رویدوآب ولسوالۍ کې یو کتابتون جوړ کړم، ځکه په دې سیمه کې کتابتون نشته او ځوانان د مطالعې سرچینو ته لاسرسی نهلري. په دې برخه کې مو له ځوانانو سره ناستې کړي او خپله طرحه مو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره هم شریکه کړې چې هغوی د همکارۍ ژمنه کړې. همدارنګه پلان لرو چې له پیل مخکې د عامه پوهاوي پروګرامونه او سیمینارونه جوړ کړو او تمه ده چې هره ورځ به له ۱۰ تر ۱۵ کسانو پورې له دې کتابتونه ګټه واخلي.»
هغه زیاتوي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د هغه کورنۍ او ملګرو د همکارۍ ژمنه کړې او هیله لري چې په نږدې راتلونکې کې به دغې موخې ته ورسیږي.
په همدې حال کې، د ادبیاتو پوهنځي استاد پوهندوی عليجاوېد صفدري وایي: «رښتیا هم د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې ګورو زموږ ځوانان د فرهنګي بنسټونو جوړولو او د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو لپاره هڅې کوي او یو ستر مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی. دا ډول خوځښتونه ښيي چې زموږ ځوان نسل یوازې د خپل فردي پرمختګ په فکر کې نه دی، بلکې د ټولنې د اړتیاوو له ژور درک سره د هغې د فکري او فرهنګي ودې په لاره کې هم ګامونه اخلي. په رښتیني توګه باید وویل شي چې دا ډول نوښتونه د علمي ټولنې له لوري له ډېر تود او صمیمي هرکلي سره مخ کېږي. موږ باور لرو چې د مطالعې فرهنګ دودول د هر ډول پرمختګ او پوهاوي بنسټ دی او کله چې دا بهیر د ځوانانو لهخوا پیل شي، نو ارزښت او اغېز یې څو برابره کېږي.»
فرهنګي کارپوهان هم ټینګار کوي چې کتاب لوستل د فکري ودې، د پوهاوي کچې لوړولو او د ټولنیزو لوړو او ژورو د راکمولو په برخه کې مهم رول لري او دې برخې ته پاملرنه کولی شي د ټولنې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
د سمنګان د عامه کتابتونونو مسؤلان هم وایي چې په وروستیو کلونو کې د ځوانانو د کتاب لوستلو لیوالتیا زیاته شوې او د هغوی د هڅونې لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي شوي.
د سمنگان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه کتابتونونو عمومي مدیر جانمحمد امیري وایي: «عامه کتابتونونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي او ورسره هممهاله د خصوصي کتابتونونو له جوړېدو هم ملاتړ کوو. په مرکزي کتابتون کې له دولس زرو څخه ډېر ټوکه کتابونه شته او زموږ موخه دا ده چې په مرکز او ولسوالیو کې د مطالعې فرهنګ دود کړو. موږ پروګرامونه لکه د کتاب اوونۍ، سیمینارونه او تشویقي فعالیتونه ترسره کوو، څو ځوانان مطالعې ته وهڅول شي او د ټولنې د پوهاوي کچه لوړه شي.»
د یادونې ده چې یو شمېر کارپوهان باور لري، که د فرهنګي برخې په اړه د ځوانانو له نوښتونو ملاتړ وشي، نو دا کار کولی شي د ټولنې د فرهنګي او علمي ودې لپاره زمینه برابره کړي او ځوان نسل د پوهاوي او پرمختګ پر لور روان کړي.