په داسې حال کې چې ډېری کسان ټولنیزې شبکې یوازې د تفریح وسیله بولي، د هغو نجونو لپاره چې له زدهکړو پاتې دي، دا فضا د مهارتونو د کارولو، عاید ترلاسه کولو او د ښې راتلونکې جوړولو مهمه لار ګرځېدلې.
د کابل اوسېدونکې ۲۱ کلنه مریم له یوې ساده مفکورې خپل کار پیل کړ، خو اوس توانېدلې چې د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو په لاره کې پیاوړي ګامونه واخلي.
شاوخوا ۸ میاشتې مخکې، هغې د «صنایع دستی ماریا» په نوم یوه پاڼه جوړه کړه او د نږدې یو زر او پنځه سوه افغانیو په پانګې سره یې خپل کار پیل کړ.
نوموړې په دې اړه وايي: «دا کار له یوې ډېرې ساده مفکورې، یانې د خپلې ملګرې د زوکړې لپاره د ګلدستې جوړولو او د کیک ډیزاین کولو څخه پیل شو.»
قیمتي ډبرې، د ناوې د لاس ګل، د شعمو او د نوشابو د بوتلونو تنظیمول، د نکریزو او د واده شپو لپاره د ډالیو بستې، د مریم د کار له مهمو برخو څخه دي، کوم توکي چې هغې یې د خپلې مور او خور په مرسته د پېرېدونکو لپاره چمتو کوي.
د مریم په وینا، که څه هم د دې لارې پیل ستونزمن و، خو د هڅو او زیار په وسیله یې وکړی شول عاید ترلاسه کړي.
مریم اوس په اوسط ډول هره ورځ له یو څخه تر دوه فرمایشونه ترلاسه کوي او له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.
«په پیل کې راته انلاین کار ډېر ستونزمن و، ځکه هېڅ تجربه مې نهلرله، خو د کورنۍ په همکارۍ او د خپل زیار په برکت مې کار وده وکړه.»
مریم د خپل فعالیت موخه مالي خپلواکۍ ته رسېدل، له ټولنیزو شبکو سمه ګټه اخیستنه او د نورو نجونو لپاره د یوې بېلګې په توګه مطرح کېدل غواړي.
هغه د لومړنیو موادو د برابرولو په اړه وايي: «د اړتیا وړ ډېری توکي له هېواد دننه برابرم، خو ځینې مواد له چین او یو شمېر چاکلېټونه له ایران څخه راته راوړل کېږي.»
د مریم ډېری پېرودونکي نجونې دي او د فرمایشونو له ترلاسه کولو وروسته، هغه د توکو رسولو شرکتونو له لارې يې خپلو پېرېدونکو ته رسوي.
په داسې حال کې چې د کار دغه لاره ورته اسانه نه وه، هغې د خپل لومړي فرمایش ترلاسه کولو او رسولو تجربه بیانوي او وايي:
«اولین مشتریام یک زن بود که گلدست سفارش داده بود. با شوق زیاد آن را آماده و ارسال کردم، اما سفارش را به این دلیل رد کرد که با رنگ لباسش هماهنگ نبود. خیلی ناراحت شدم، اما ناامید نشدم و به کارم ادامه دادم.»
د اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ، مریم له زدهکړو هم نهده لرې شوې.
هغې هیله درلوده چې د حقوقو په څانګه کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، خو کله چې دا هیله پوره نهشوه، نو د ژبو زدهکړې ته یې مخه کړه.
مریم په دري او پښتو ژبو په بشپړه توګه پوهیږي، انګلیسي، جرمني او اردو ژبې یې هم زدهکړي او له عربي ژبې سره هم بلدتیا لري.
«در مکاتب خصوصی هم زبان تدریس میکردم. زبان آلمانی را آنلاین میخوانم و یاد داشتن چند زبان یعنی چند انسان بودن. خوش دارم زبانهای مختلفی را یاد داشته باشم تا جایی برای ترجمانی به کسی نیاز پیدا نکنم.»
له ننګونو او محدودیتونو سره سره، مریم هڅه کوي چې د خپلې راتلونکې جوړولو لپاره له هر فرصت څخه ګټه واخلي. د هغې په باور، له صفره پېل که له صبر او هڅو سره مل وي، کولی شي بریا ته ورسېږي.
هغې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ خپل کاروبار پراخ کړي او د نورو نجونو لپاره هم الهامبښونکې شي؛ هغه نجونې چې په وینا یې، کولی شي د هڅو او فرصتونو د سمې ګټې اخیستنې له لارې د خپل ژوند لوری بدل کړي.


