Asset 1SWN

سلام وطندار

فلسطین کې د پلار تر وژنې یوه ورځ وروسته دې ماشوم نړۍ ته سترګې وغړولې

WIDE-THUMB-NABLUS-NEWBORN-1777939743 (1)

د فلسطین د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په نابلس ښار کې دغه ماشوم یوه ورځ وروسته تر هغې نړۍ ته سترګې وغړولې چې پلار یې د اسراییلي ځواکونو له لوري په برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، ۲۶کلن نایف سمارو هغه مهال د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په سر وویشتل شو چې ښار کې پر عملیاتو بوخت وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پېښې پرمهال د هغه مېرمن د زیږون لپاره روغتون ته وړل کېده.

د وژل شوي کس د کورنۍ غړو الجزیرې ته ویلي: «باید پلار یې وای چې خپل زوی یې لیدلی وای، خو مرګ تر هر څه مخکې راغی.»

دا پېښه د سیمې د دوامدارو نښتو او تاوتریخوالي یوه بله بېلګه بلل کېږي چې ملکي وګړي یې سخت اغېزمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام