د غزې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال د اکتوبر له اعلان شوي «اوربند» راهیسې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې څه باندې ۷۸۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
وزارت ویلي چې یوازې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ هم لږترلږه پنځه کسان شهیدان شوي دي. درې کسان د خانیونس په سوېل کې وژل شوي، یو کس د بوریجي کډوالو کمپ کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې او بل کس هم د زیتون په سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روغتیا وزارت په ټینګار سره ویلي چې دا شمېرې ښيي چې سره له دې چې اوربند اعلان شوی، خو لاهم په غزه کې تاوتریخوالی دوام لري او ملکي وګړي یې اصلي قربانیان دي.
دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې نړیواله ټولنه په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او دایمي سولې لپاره د نوو هڅو غوښتنه کوي.