Asset 1SWN

ایران: امریکا له خپلو تېرو تجربو څخه زده‌کړه نه کوي

ایران او امریکا خبرې

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې امریکا له خپلو پخوانیو تجربو څخه زده‌کړه نه‌ده کړې او د همدې تګ‌لارې دوام به هېڅکله مثبتې پایلې رامنځته نه کړي.

نوموړي د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن «زیات غوښتنې، د دریځونو بدلون او فشارونه» د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم هڅې زیانمنوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې تهران د امریکا له ډیپلوماسۍ سره «ډېرې ناسمې تجربې» لري او په همدې دلیل پر واشنګټن باور کول ستونزمن دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لاهم روان دی او د خبرو په برخه کې پرمختګ محدود بلل کېږي. ایرانی لوری وایي، که امریکا خپله تګ‌لاره بدله نه‌کړي، نو د اړیکو ښه کېدل به ستونزمن پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام