Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: ښايي پر ایران بیابمبار وکړم

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران سره د اوربند د غځولو په اړه یې لا پرېکړه نه‌ده کړې او په دې برخه کې یې څرګند دریځ نه‌دی نیولی.

نوموړي د هوايي الوتکې پر سر خبریالانو ته ویلي: «زه نه پوهېږم، ښايي اوربند ونه غځوم، خو بندیز به دوام ولري.»

ټرمپ زیاته کړې چې که تر ټاکلې نېټې پورې کومه موافقه رامنځته نه شي، نو امریکا به بیا د پوځي بریدونو لوري ته ستنېږي. هغه ویلي: «له بده مرغه ښايي بیا بمبارۍ پیل کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی لوړ شوی او د سیمې وضعیت لا هم کړکېچن بلل کېږي.

کارپوهان وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو احتمال کولای شي د نړیوال امنیت او د انرژۍ بازارونو لپاره جدي پایلې ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام