Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د «مسو خښتو» د قاچاق مخه نیول شوې

1000411612

د هلمند په بهرامچه ولسوالي کې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د مسو د زرګونو خښتو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه عملیات د بهرامچې ولسوالي د رباط په سیمه کې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د اووم نمبر محمدي لېوا د اووم کنډک ځواکونو له لوري شوی چې په پایله کې یې د مسو ۴۳۸۲ خښتې نیول شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، یادې میسي خښتې هغه مهال ونیول شوې چې قاچاق وړونکو غوښتل دا مواد په ناقانونه ډول ګاونډي هېواد ته ولېږدوي.

د یاد ریاست مرستیال، مولوي شېرمحمد وحدت، ویلي چې د ځواکونو په دغو کشفي او بریالیو عملیاتو کې نه یوازې د مسو د قاچاق مخه نیول شوې، بلکې یوشمېر طبي وسایل هم نیول شوي چې غوښتل یې، په ناقانونه ډول هېواد ته وارد شي. د هغه په وینا، یاد توکي له ضبط وروسته له‌منځه وړل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، د سیمې یوشمېر اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د قاچاق مخنیوی د هېواد د اقتصادي ثبات او د طبیعي زیرمو د ساتنې لپاره مهم ګام دی.

د رباط سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وویل: «که دا ډول اقدامات دوام ومومي، ملي شتمني به خوندي پاتې شي او د ناقانونه فعالیتونو مخه به ونیول شي.»

مسوولین ټینګار کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په ناقانونه ډول واردات او صادرات ترسره کړي، او د دې ډول فعالیتونو پر وړاندې به جدي او دوامدار اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د همدې کنډک ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق ګڼې هڅې شنډې کړې دي. چارواکي وایي، د قاچاق پر وړاندې مبارزه به لا نوره هم پراخه شي او سرغړوونکي به قانون ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام