په دېشو ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د چارواکو او د یونېسف په مالي ملاتړ یې چارې بشپړ شوې دي.

دغه ښوونځی چې د «خالدبنولید رضی‌الله عنه» په نوم نومول شوی، شاوخوا څلور لسیزې وروسته د سیمې د زده‌کړو په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د چارواکو په وینا، دا پروژه به د دې لرې پرتې ولسوالي کې د ماشومانو لپاره د زده‌کړې زمینه برابره کړې او د ښوونځيو ستونزو لویه برخه به حل کړي.

د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې په دې ښوونځي کې شپږ درسي ټولګي، د تشنابونو اسانتیاوې، د لاس منځلو ځای، سولر برښنا سیستم، احاطوي دېوال، د اوبو برمه او دروازه (ګیټ) شامل دي. د دوی په وینا، هڅه کېږي چې ورته معیاري پروژې د ولایت نورو لیرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض ویلي، د ولایت مقام تل هڅه کړې چې د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د زده‌کړو اسانتیاوې د ولایت تر ټولو لیرې سیمو پورې ورسوي.

هغه د یونیسف له ملاتړ مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا ډول پروژې نه یوازې د زده‌کړو پراختیا ته زمینه برابروي، بلکې د ټولنیز ثبات او روښانه راتلونکي لپاره هم مهم رول لري.

نوموړي وویل: «په دې ښوونځي کې عصري او معیاري اسانتیاوې په پام کې نیول سوي چې شپږ ټولګي، تشنابونه، د لاس مینځلو ځای، سولر سیستم، احاطوي دېوال، داوبو برمه او ګیټ په‌کې شامل دي، ولایت مقام تل هڅه کوي چې د معارف ریاست سره همږغۍ زده‌کړه د هلمند تر لرې پرتو سیمو ورسوي.»

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دې ښوونځي جوړېدل د څو لسیزو محرومیت پای ته رسېدل دي. د هغوی په وینا، تر دې وړاندې په سیمه کې د زده‌کړو هېڅ معیاري اسانتیا نه وه او ډېری ماشومان له ښوونیزو فرصتونو بې‌برخې پاتې وو.

د ګرمسېر ولسوالي اوسېدونکی سیدناصر وویل: «موږ ډېر خوشحاله یوو زموږ ماشومانو ته دزده کړو زمینه مساعده سوه ، موږ له دولت څخه د داسي نورو ښوونځیو دجوړولو غوښتنه هم کوو .»

د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی شېرولي وايي: «په تېرو څلوېښتو کلونو کې دلته د زده‌کړو هېڅ اسانتیا نه وه، ان یو هم د دولسم ټولګي فارغ نه و؛ خو اوس به زموږ ماشومان له زده‌کړو برخمن شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ښوونې او روزنې کارپوهان بیا باور لري چې په لېرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو جوړول یوازې تعلیمي نه، بلکې ټولنیز او امنیتي اغېز هم لري. د دوی په وینا، د زده‌کړو پراختیا د بې‌سوادۍ کچه راټیټوي، د افراطیت مخه نیسي او د سیمه‌ییزې ودې بهیر چټکوي.

د ښووني او روزني برخي کارپوه حافظ احمدنصرت وايي: «ټینګار دادی چي  د دې ډول پروژو دوام او د ښوونکو روزنه باید لومړیتوب وګرځول سي، څو دا نوې ودانۍ یوازې فزیکي جوړښت نه، بلکې د کیفیت لرونکو زده‌کړو مرکزونه هم وګرځي .»

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې هم د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت یو بل ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و. دا لړۍ ښيي چې په وروستیو کې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د تعلیمي زیربناوو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام