Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان لومړی وزیر قطر ته ورسېد

602261730304726-0

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف سعودي عربستان له سفر وروسته قطر ته رسېدلی او هلته به د قطر له امیر سره دوه‌اړخیزه لیدنه وکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا سفر د پراخو دیپلوماتیکو هڅو برخه ده چې اسلام‌اباد یې د امریکا او ایران ترمنځ د ممکنه دویم پړاو خبرو د بیاپیل لپاره مخته وړي.

تمه کېږي چې په دوحه کې د شهباز شریف او د قطر د امیر ترمنځ په لیدنه کې د سیمه‌ییزو بدلونونو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي همکاریو موضوعات هم وڅېړل شي، په داسې حال کې چې پاکستان هڅه کوي د منځګړیتوب له لارې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې کمې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا پرمختګونه په داسې وخت کې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او خبرو د دویم پړاو لپاره لاهم د ځای او نېټې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام