Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو افغانستان کې پراخ زیانونه اړولي

3 لوګر کې سېلابونو زیانونه

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو خلکو، هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي چې خوست کې د دوی له لوري جوړ شوی نږدې ۲۳۰متره محافظتي دېوال توانېدلی چې یوه مهمه لاره د سیلابونو له خطره وساتي.

د راپور له مخې، دغه دېوال شاوخوا ۲۳۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ویجاړۍ ژغورلې او د بزګرانو د عایداتو او معیشت په ساتنه کې یې مهم رول لوبولی دی.

WFP زیاته کړې چې دغه پروژه نه یوازې د کرنیزو ځمکو ساتنه کړې، بلکې د اوبولګولو کانالونو کې د اوبو د جریان د دوام سبب شوې او د سیمو ترمنځ د اړیکو د پرې‌کېدو مخه یې هم نیولې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې په ټول افغانستان کې وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو له ۷۰ زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

مرستندویه ادارې وایي چې د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم د خلکو اړتیاوې زیاتې دي او د نورو بیړنیو مرستو غوښتنه کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام