Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۳ کسان وژل شوي

روسیه

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د تازه بریدونو پرمهال د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه(اپرېل ۱۶مه) راپور ورکړی چې روسیې تېر ماښام د اوکراین پلازمېنه کییف او نور ښارونه د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د اوکراین د زیربناوو او د هستوګنې ودانیو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه په ۲۰۲۲کال کې پیل شوې او په تېرو څلورو کلونو کې د دې د درولو ټولې هڅې بې‌پایلې پاتې شوې دي.

مسکو په روانه اونۍ کې ویلي چې تر هغه وخته به اوربند ونه مني څو اوکراین د روسیې له شرایطو سره موافقه ونه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام