د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال لوبډله به نن جمعه د ۲۰۲۶کال د کافا جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې د کوربه لوبډلې تاجکستان سره مخ شي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې ترسره شي.
د افغانستان ۲۰ کلنو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترکمنستان او دویمه اوزبیکستان ته بایللې ده.
د یادونې ده چې دغه سیالۍ د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲۰ د منځنۍ اسیا هېوادونو د غوره لوبډلو په ګډون د دوشنبې ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.