Asset 1SWN

افغان فوټبال لوبډله نن هند سره لوبه کوي

431552834_795316789296139_7065620055419521747_n

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۷کال اسیا جام ته د لارموندنې دویم پړاو سیالیو په لړ کې نن ماښام د هند فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶بجې د هند په  انډرا ګاندي فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان د یادو سیالیو په تګ لوبه کې چې سعودي عربستان کې وشوه، دې لوبډلې سره خپله سیالي ۰-۰ مساوي پای‌ته ورسوله.

افغان فوټبال ملي لوبډله د دې سیالیو په اې ګروپ کې له قطر، هند او کوېټ سره یوځای دی. قطر په درېوو بریاوو لومړی، هند په یوې بریا دویم، کوېټ په یوې بریا درېیم او افغانستان له درېوو سیالیو، په یوه امتیاز، څلورم ځای لري.

ټولو لوبډلو په دې ګروپ کې درې-درې لوبې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړۍ دوو لوبو کې له قطر ۸.۱ او له کوېټ ۴.۰ ماته خوړلې او درېیمه سیالي له هند سره مساوي کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام