Asset 1SWN

ننګرهار کې د شېدو ټولولو ۲۵مرکزونه جوړ شول

۲۱۲۲۱۲

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ شوې دي.

د یاد ریاست په وینا، دغه مرکزونه افغان ځوانانو خدماتي موسسې په تخنیکي همکاري او ملګروملتونو کې د مېرمنو چارو سازمان په مالي لګښت رامنځته شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد ۲۵ مرکزونه د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزاد، دره نور او کامې ولسوالیو کې جوړ شوې دي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست رییس عبدالستار محمد وایي، د کورني اقتصاد پیاوړتیا او مېرمنو ته د کار برابرلو لپاره یې په څلور ولسوالیو کې د شېدو ټولولو ۲۵مرکزونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په وینا، هغه مېرمنې چې د شېدو راټولولو د مرکزونو مشرانې ټاکل شوي، د شېدو ټولولو وسایل او لوښي هم ورکړل شوي دي.

په ورکړل شویو وسایلو کې غټ پنځوس لیتره کین، پلاستیکي سطل، برقي تله، شېدو اندازه کولو لوښي، لکټومټر، ماسک، دست‌کشې، جالۍ او د شېدو ګرمولو دېګونه شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا هغه مالداران چې شېدې د پلور لپاره مرکزونو ته راوړي، پلاستیکي سطل، پلاستیکي څوکۍ، پنېرجوړولو جالۍ او نورو اړینو توکو سربېره، د شېدوکیفیت ښه‌والي لپاره دوه قلمه درمل ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام