د کندهار محلي مسوولان وايي چې په دې وروستيو کې د دغه ولایت په ښار او ولسواليو کې د «قوي» په نوم پر یوې ویروسي ناروغۍ زرګونه غواګانې او نور څاروي اخته شوي چې ګڼ‌شمېر یې له‌منځه وړي دي.

د کندهار د کرنې رياست د حيوانې روغتيا مسوول ډاکټر محمد فهيم  سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه د یادې ناروغۍ له کبله ۱۷۰۰۰ غواګانې له‌منځه تللي او تر ۱۰۰زره څاروي پرې اخته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «اوس يې دېر لوی ناورين جوړ کړي. لږ تر لږه له ۱۶ تر ۱۷ زره پورې څاروي تلف شوي دي. د کندهار په ۱۹ ولسواليو کې دغه ناروغۍ خپره شوې چې تراوسه يې له ۹۰ تر ۱۰۰ زره غواګانې پرې اخته شوي دي.»

د کندهار د پنجوايي ولسوالي اوسېدونکي محمدنبي وايي چې د‌ خپلې کورنۍ  نفقه د غوا د شېدو له پلور پیدا کوي او له مسوولانو غواړي چې څاروي یې واکسین کړي.

هغه وايي چي په پنجوايي ولسوالي کې لسګونه غواګانې پر یادې ناروغۍ اخته شوي چي یو شمېر يې له‌منځه وړې دي.

هغه وویل: «موږ ته معلومات نه دی شوی، وروسته پرې پوه شو چې دانې پرې راپورته شولې. موږ د رياست څخه غواړو چې واکسينونه راشي، دا خو له‌منځه ځي او ډېرې تللي هم دي. د واکسين وس موږ نه‌لرو، نو واکسين دې راوړي ښار ته موږ رسېدنه نه شو کولای.»

په ورته مهال کندهار کې ډاکټر فهیم وايي چي په دغه ناروغۍ د اخته څارویو له شېدو او غوښو څخه استفاده کول انسانانو ته زیان نه‌لري، خو په وینا يي، خلک دې د احتیاط لپاره د څارویو د غوښې له خوړلو ډډه وکړي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه ډول ناروغيو د خپرېدو پر مهال باید ناروغ څاروي له نورو جلا وساتل شي، څو د نورو څارویو اخته‌کېدو مخه ونیول شي. په همدې حال د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي چې تراوسه یې دغه ولایت کې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په پار واکسین نه دی راوړی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د حیواني روغتیا مدیریت مدیر انجینیر محمد‌حمید وايي چي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او یو‌شمېر همکارو موسسو سره ستونزه شریکه کړې، خو تراوسه دغه ولایت ته واکسین نه دی لېږل شوی.

نوموړي وویل: «د کرنې وزارت ته مو هغه وخت راپور ورکړ چي لومړۍ پېښه په کندهار کي ثبت شوه. ایف‌اي‌او موسسه چي زموږ سره په مالدارۍ او کرنې برخه کي همکاري کوي، په یو هېواد کې د دې واکسین خریداري کړې، خو تراوسه کندهار ته نه دی راوړل شوی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د قوي په نوم ناروغۍ په کندهار سربېره د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ګڼ‌شمېر څاروي له‌منځه وړي چې ورسره مال لرونکو ته زیانونه اوښتي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام