په بادغیس کې کروندګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات زیات شوي دي.

۳۶کلن خدابخش چې د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار بازار ته یې خپل کرنیز محصولات راوړي، سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم وچکالۍ یې کرنیز محصولات زیانمن کړي، خو سږکال دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات لوړ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې سږکال یې خپلو کروندو کې په کم لګښت خټکي کرلي چې ډېر حاصلات یې ورکړي دي.

هغه وویل: «۲۰۰۰ افغانۍ لګښت مو کړی، اوس یو بار خټکي ۲۰۰۰ افغانۍ کېږي، یو من یې ۲۰۰ افغانۍ ده چې دوه زره کېږي. سږکال خلک بې‌وزله شوي، که پیسې یې درلودای، خټکي به مې من ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ خرڅېدلی.»

بل‌خوا بادغیس کې یو‌شمېر نور کروندګر هم د خپلو محصولاتو له زیاتوالي خوښ دي او له محلي مسوولانو غواړي چې د محصولاتو لپاره یې مناسب بازار ورته برابر کړي، څو وکولای شي په ښه بیه یې وپلوري.

 د بادغیس یو کروندګر محمد فهیم وايي چې حکومت باید د دوی محصولاتو ته د بازارموندنې ترڅنګ سړې خونې هم جوړې کړي.

په ورته مهال د بادغیس د کرنې او مالدارۍ رییس محمدمحسن حسان وايي، هڅه کوي چې د دغه ولایت کروندګرو اسانتیاوې برابرې کړي. حسان زیاته کړه چې دوی له کروندګور هر راز ملاتړ ته چمتو دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د بادغیس د مسوولانو او کروندګرو په وینا، د دغه ولایت خټکي او نور کرنیز محصولات ښه کیفیت لري او له همدې امله یې ډېر خلک پلوري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام