د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن ۱۲ بجې د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالي اړوند د «حسین‌خېلو» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خالقیار زیاته کړې چې وژل شوي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي او قاتل د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې هم د پکتیا په زرمت ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې وه چې له امله یې نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام