د خوست امنیتي مسوولان وايي چې وړمه شپه د دې ولایت په صبریو ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه رامنځته شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته ویلي چې شخړه د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شوې او له امله یې یو کس وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې له دواړو لوریو لس کسان ټپيان شوي هم دي. د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د یاد کس د وژنې په تور دوه کسان هم نیولي چې اوس ترې څېړنې روانې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د ځمکو پر سر دا ډول شخړې رامنځته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم دا ډول شخړې رامنځته شوي چې یو‌شمېر کسان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام