دفاع وزارت سږکال د ښوونځيو ۴۰۰ زده‌کوونکي «حربي ښوونځي» ته جذبوي

د دفاع وزات هوډ لري چې له ټول افغانستان څخه د دغه وزارت په چوکاټ کې حربي شوونځي ته شاوخوا ۴۰۰ زده‌کوونکي جذب کړي. د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی د خپلو قول‌اردوګانو له لارې دغه اعلان په ولایتونو کې هم خپور کړی دی.

سوداګر: د ډنډپټان د دروازې تړل‌کېدو له امله د ورځې زرګونه افغانۍ زیان رارسېږي

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره ډیورنډ کرښه کې د موټرو د تګ‌راتګ او مسافرو پرمخ د دروازې د تړل‌کېدو له امله ګڼ‌شمېر سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حسیب‌الله ګردېزي ویلي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

خوست کې د ځمکې پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او لس ټپیان دي

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې وړمه شپه د دې ولایت په صبریو ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه رامنځته شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته ویلي چې شخړه د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شوې او له امله یې یو کس وژل شوی دی.