د دفاع وزات هوډ لري چې له ټول افغانستان څخه د دغه وزارت په چوکاټ کې حربي شوونځي ته شاوخوا ۴۰۰ زده‌کوونکي جذب کړي. د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی د خپلو قول‌اردوګانو له لارې دغه اعلان په ولایتونو کې هم خپور کړی دی.

عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې چې په دې تړاو د ښوونځيو له یو‌شمېر زده‌کوونکو څخه هم ازموینه اخیستل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «حربي شوونځي چمتووالی ښودلی او اماده دی چې ۴۰۰ زده‌کوونکي جذب کړي. موږ ټولو ولایتونو کې قول‌اردوګانو ته خبر ورکړی چې له ځینو زده‌کوونکي ازموینه اخیستل شوې، که بریالي شي، حربي شوونځي کې به شامل کړل شي.»

خو یو‌شمېر کورنۍ اندېښنه ښيي، داسې نه چې اسلامي امارت یې په ښوونځیو کې له اولادو څخه د سرتیرو د راټولو یا جذب په توګه ګټه واخلي. دغه کورنۍ زیاتوي چې د ښوونځیو ځینو ښوونکو یې اولادونو ته ویلي، که زده‌کړو ته یې زړه نه وي او ښوونځي کې ناکامېږي، کولای شي حربي شوونځي ته لاړ شي.

د یوه زده‌کوونکي مور، فرزانې سلام‌وطندار ته وویل: «زه کونډه یم، زوی مې لسم ټولګي کې دی. ورته راغلي او ویلي یې دي چې سرتیري جذبوو، که زړه مو وي نوملیکنه وکړئ. مدیر ته ورغلي او ورته یې ویلي چې دغه کسان نوملیکنه کوي، هغه ورته ویلي، له زده‌کوونکو پوښتنه وکړه چې زړه یې دی، که نه. زوی مې ماته راغی ما ورته وویل چې ته تراوسه لسم کې یې، هغه ویل چې د لسم او یوولسم نیسي.»

په همدې حال کې د حبیبیې لېسې یوه زده‌کوونکي محبوب چې دا یې مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ښوونځي یوه ښوونکي زده‌کوونکي حربي ښوونځي ته د تلو لپاره هڅولي او ورته یې ویلي، حربي شوونځی یې ټول لګښت هم ورکوي.

خو د حبیبیې لېسې تدریسي مدیر حکمت‌الله الفت افغان سلام‌وطندار ته وايي چې اسلامي امارت هېڅ زده‌کوونکی دې ته نه دی اړ کړی چې څوک دې حربي شوونځي ته په زور ولېږي.

بل‌خوا د پوهنې برخې کارپوه کبیر حق‌مل وايي چې اسلامي امارت د مسلکي او لوستو کسانو له نشتون سره مخ دی او له همدې امله حربي شوونځي ته زده‌کوونکي جذبوي.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت نږدې ۹۰ سلنه سرتیري نالوستي دي او په دې لټه کې دی چې لوستي کسان ورجلب کړي او نظام یې پیاوړی شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته اسلامي امارت تر بیا رسېدو راپدېخوا دا لومړی ځل دی چې اسلامي امارت حربي شوونځي ته زده‌کوونکي جذبوي.

پدې خبر پورې اړوند:

— یعقوب مجاهد: واخان د افغانستان سر دی او خوندي به وي

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام