Asset 1SWN

له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې د نړیوال بانک ۲۵ میلیونه ډالره مرسته

School-Pic-p52a656eqey1b47ziiri128jtabd2d2q2ta19v94to

نړیوال بانک ویلي چې لومړنیو او منځنیو زده‌کړو ته د افغان ماشومانو، په تېره نجونو د لاسرسي لپاره له افغانستان سره ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

نړیوال بانک نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا وړیا مرسته د زده‌کړو لپاره د نړیوالۍ همکارۍ پروګرام له لارې ورکول کېږي او له اقرا پروژې سره به د ۱۰۰ نویو ښوونځیو په جوړېدو کې مرسته وکړي.

دغه راز، دا مرسته به په محلي کچه د زده‌کړې کچې لوړوالي، زده‌کړو ته د ماشومانو، په تېره نجونو ښه لاسرسي، د ښوونکو ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ او د ښوونیزو پروګرامونو د کیفیت لوړونې په برخه کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس هینري کرالي له قوله لیکل شوي: «افغانستان له دوو لسیزو راهیسې د زده‌کړو کچې په ښه‌والي کې ډېر پرمختګ کړی، خو اوس هم ۳،۵ میلیونه ماشومان په دغه هېواد کې له ښوونځي محروم دي او نیمايي ښوونځي یې هم د زده‌کړو لپاره مناسبې ودانۍ نه لري.»

نړیواله پرمختیايي اداره، د افغانستان د بیارغاونې صندوق او د ښوونې لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام د اقرا پروژې ملاتړ کوي.

د ښوونې لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام اجرایوي رییسه وايي: «د نجونو پر زده‌کړو پانګونه هغه تر ټولو مهمه برخه ده چې یو هېواد یې کولای شي، وکړي. نجونو ته د ښوونیزو پروګرامونو برابرول د اقتصادي پرمختیا، د ماشومانو د مړینې کموالي او د هغو د خوړو ښه‌والي لامل ګرځي. د نړیوالې همکارۍ پروګرام ښوونې ته ژمن دی، څو په تر ټولو زیانمنو سیمو کې ښوونځي ته د میلیونونو نجونو او هلکانو د تګ لاره هواره او په دې برخه کې خپلې مرستې ته دوام ورکړي.»

د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د خپلو نورو پرمختیايي شریکانو په همکارۍ سره به ښوونې ته د لاسرسي او د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام