هندي رسنیو نن چهارشنبه د تلې ۱۳مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال اوټراکنډ ایالت کې د ورا یو «بس» موټر له سړک لاندې کندې ته لوېدلی چې له امله ۲۵ کسان مړه شوي دي.

رسنیو د پولیسو په حواله ویلي، دغه بس موټر د اوټراګنډ ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې له سړک ۵۰۰ مټره لاندې یوې ژورې کندې ته لوېدلې دی. پولیسو رسنیو ته ویلي چې موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان سپاره وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اوټراګنډ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي اشوک کومار ویلي، پېښه کې ۲۰ کسان ژغورل شوي دي.

د هند لومړي وزیر نرېنډرا مودي پر خپله ټوېټرپاڼه د دې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پېښه کې به د ټپیانو درملنې لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

د هند په اوټراګنډ کې مرګونې ټرافیکي پېښې معمول دي. دغه ایالت ډېری مذهبي ځایونه لري چې هر کال ګڼ‌شمېر زیارت کوونکي ورځي او وخت نا وخت په‌کې ورته ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نړیوال بانک د خپور شوي راپور پربنسټ، هند په نړۍ کې د سړکونو د مړینې ۱۱سلنه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه ۱سلنه لوی موټر لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام