د کندوز اوسېدونکی محمد چې درې اوونۍ وړاندې یې ورور له مېرمنې او ماشوم سره په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، له اړوندو مسوولانو غواړي چې پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو د کموالي لپاره لاس پهکار شي.
هغه وايي: «له بده مرغه درې اوونۍ وړاندې مې ورور له مېرمنې او ماشوم سره د امام صیب-کندوز پر لویې لارې یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ غواړو چې د ټرافیکو ریاست د ټرافیکي پېښو کمېدو لپاره هڅې وکړي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د بدخشان ولايت اوسېدونکى سيداکبر هم وايي چې ورور يې په دغه ولايت کې موټر چلوه او يوه مياشت وړاندې یې د لارې خرابوالي له امله په يوه ټرافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په هېواد کې څه باندې درېزره ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رياست د پلان برخې مدیر عبدالودود خيرخوا وايي، په لويو لارو کې د ټرافيکي څراغونو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى او د شمال او سوېل پر لويو لارو د ټرافيکو مامورانو نشتون په هېواد کې د ټرافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
نوموړی زیاتوي: «د کال له پیله په ټول هېواد کې ۳۰۴۵ ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۹۶۷ نارینه، ۱۹۲ ښځې او ۴۴۷ ماشومان مړه شوي او ۴۶۵۳ کسان ټپیان شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وختناوخت خونړۍ ټرافیکي پېښې کېږي او له کبله یې ګڼشمېر افغانانو ته مرګژوبله اوړي. مسوولان او موټرچلوونکو د دغو ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټرچلوونکو بېغوري او د سړکونو خرابوالی یادوي.