Asset 1SWN

لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي

۴۴۴۳

د لغمان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او یوولس نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن سه‌شنبه د زمري ۳۰مه سهار شپږ بجې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لغمان د امنیې قومنداني اړوند د ټرافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز سلام وطندار ته ویلي چې پېښه د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د «سرخکانو» سیمه کې د یوې سراچې او هایلکس ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د مبارز په وینا، یاده پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده. هغه زیاته کړه چې ټپیانو کې اته نظامیان او درې ملکیان شامل دي.

‎د لغمان د ټرافیکو مدیر همداراز زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلې او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

 پېښه کې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی، خو د مړه شوي کس په اړه څه نه دي ویل شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا کابل-جلا‌ل‌اباد لویه لاره د هېواد له ګڼو ګوڼو لارو څخه شمېرل کېږي چې ډېری وخت د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله پر یاده لاره ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام