د لغمان د والي ویاند سلامت خان بلال وايي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې پېښه نن سهار اته بجې د دې ولایت په دولتشاه ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې موټر کې سپاره کسان يوه ځايي روغتیايي کلینیک ته پر لاره وو.
د لغمان د والي ویاند همداراز وویل چې پېښه کې د يوې ښځينه او يوه نارينه ډاکټرانو په ګډون اووه کسانو خپل ژوند بايللى او درې نور ټپیان دي.
سلامت خان زياتوي چې ټپیان د ځايي مسوولانو له لوري د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. د يادونې ده چې لغمان کې تر دې مخکې هم ورته پېښو کې يوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال پر لغمان سربېره د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم وخت نا وخت ورته پېښې رامنځته کېږي چې مسوولان یې تر ډېره لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي په ګوته کوي.