Asset 1SWN

هند کې د رېل‌ګاډو ټکر؛ نږدې ۳۰۰کسان مړه او څه باندې ۱۰۰۰ ټپیان شوي

33GV2XP-preview

د هند په شمال ختیځ اودیسا ایالت کې د رېل‌ ګاډو د ټکر له امله څه باندې ۲۸۸ کسان مړه شوي او له ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

پېښه پرون جمعه د جون دویمه د هند د اودیسا ایالت په بالاسور سیمه کې د درېوو رېل‌ګاډو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه کې دوو مسافر وړونکو او له توکو بار یوه رېل‌ګاډي ټکر کړی چې له کبله یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

په ورته مهال سیمه کې ژغورونکې ډلې د رېل‌ګاډو لاندې د ایسارو ژوندي کسانو پر رااېستلو بوخت دي. داسې ویل کېږي چې لا هم تر اوګاډو لاندې یو‌شمېر کسان ژوندي پاتې دي.

رسنیو سیمه کې د ژغورونکو ډلو له قوله راپور ورکړی چې ښايي د مړینې شمېرې له دې هم پورته شي.

د چارواکو په وینا، د پېښې ځای ته په لسګونه امبولانسونه، د ژغورنې ډلې او پوځ رسېدلې دي. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د یادې پېښې له کبله خواشیني ښودلې او شنبه ورځ یې دغه ایالت کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

دغه پېښه په هند کې په تېره یوه پېړۍ کې د ریل ګاډو ټکر تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هند کې د رېل‌ګاډې شبکې زړښت له امله ډېری وخت دغه هېواد کې ورته پېښې رامنځته کېږي. د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رېل‌ګاډو د ټکر او چپه‌کېدو ۱۸۰۰۰ پېښې شوي چې څه باندې ۱۶۰۰۰ کسان یې له امله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام