Asset 1SWN

سلام وطندار

د هند ښکلې توپ‌اچوونه؛ د نیوزیلنډ ټوله لوبډله په ۱۰۸ منډو وسوځېده

353001

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هندۍ لوبډلې د نیوزیلنډ ټوله لوبډله په ۱۰۸ منډو وسوځوله.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې په دغه لوبه کې ټاس وګټه او نیوزیلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 نیوزیلنډ لوبډلې که څه هم په تېره سیالي کې ښکلې لوبه کړې وه، خو روانه لوبه کې د هند د توپ‌اچوونکو پر وړاندې پاتې راغله او په ۳۴.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

د هند لپاره په توپ اچوونه کې محمد‌شمي شپږو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. واشنګټن سوندر درې اورونو کې اووه منډې ورکړې او دوه لوبغاړي او هارډک پانډیا هم شپږو اورونو کې د ۱۶ منډو په بدل کې دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې منډې ګلېن فلیپ ۳۶ او مېچل سېنټنر ۲۷ منډې جوړې کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هندۍ لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي. هند له دې وړاندې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۱۲ منډو په توپیر ماته ورکړې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام