Asset 1SWN

د کرېکټ درېیمه یوورځنۍ سیالي؛ افغانستان سریلانکا ته وبایلله

۴۴۴۴

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن د سریلانکا له ملي لوبډلې سره خپله درېیمه یوورځنۍ پنځوس‌اوریزه لوبه وکړه.

په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او سریلانکا ته یې د ۳۱۴ منډو لوړ هدف وټاکه، خو د سریلانکا کرېکټ لوبډلې په وروستي اوور کې د افغان لوبډلې هدف پوره او په دې سره یې لوبه په خپل نوم کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ابراهیم ځدران په دې لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې په ۱۳۸ توپونو ۱۶۲ منډې جوړې کړې او افغانستان په دې سره د کرېکټ یوورځنیو سیالیو کې تر ټولو لوړه سیالي هم په خپل نوم کړه.

افغانستان له سریلانکا سره تر نننۍ لوبې مخکې دوه نوره لوبې هم کړي چې یوه یې ترې ګټلې او بله د باران له کبله لغوه اعلان شوې ده.

دا د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وروستۍ یوورځنۍ لوبه وه. افغانستان په لومړۍ یوورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده چې سریلانکا د نننۍ لوبې په ګټلو سره نه یوازې لس امتیازونه خپل کړل، بلکې د یادې لوب‌لړۍ کپ یې هم وګاټه.

دغه درې یو ورځنۍ لوبې د ۲۰۲۳ کال د یوورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې لپاره وشوې چې افغانستان له تېرې مساوي لوبې وروسته په ۱۱۵ امتیازونو دغه جام ته لاره پیدا کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو شپږو یوورځنیو لوبو کې څلور سیالۍ ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې د باران له کبله لغوه شوې ده. سریلانکا بیا په شپږو لوبو کې درې ګټلې، دوه یې بایللي او یوه یې مساوي شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام