Asset 1SWN

افغانستان د ۲۰۲۳ کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره وموندله

349720

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لاره پیدا کړه.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د باران له امله د بېګانۍ لوبې له لغوه کېدو وروسته افغانستان په ۱۱۵ امتیازونو سره د یو ورځنیو لوبو راتلونکي نړیوال جام ته لاره وموندله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان د نړیوال جام په سوپر لیګ سیالیو کې دا مهال ۱۴ لوبې کړي، ۱۱ یې ګټلي او دوه یې بایللي دي. د امتیازونو له پلوه افغانستان د سوپرلیګ په جدول کې په ۱۱۵ امتیازونو سره له پاکستان وروسته اووم ځای خپل کړی دی.

تراوسه د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام ته هند د نړیوال جام د کوربه‌توب امتیاز له امله په مستقیمه توګه لاره موندلې چې ترڅنګ یې انګلستان، نیوزیلنډ، اسټرالیا، بنګلدېش، پاکستان او افغانستان په مستقیمه توګه دغه جام ته وتلي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یو ورځنیو لوبو راتلونکي نړیوال جام ته لومړی اته لوبډلې په مستقیمه توګه او دوه نورې لوبډلې به د لارموندنې سیالیو له لارې یاد نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام