د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له خپلو سیمهییزو او نړیوالو سفرونو او هېواد کې سیاسي ناورین څخه د وتلو لپاره ځینو سیاسي او قومي جریانونو سره تر لیدنو وروسته، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، د افغانستان اوسني ناورین څخه د وتلو لپاره ملي خبرو ته اړتیا ده.
حامد کرزي ویلي: «د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل لپاره د اسلامي امارت ځواب هو دی، خو موږ په دې اړه مشخصو پایلو ته نه یو رسېدلي. کله چې مې وليدل د تروريزم پر وړاندې جګړه کې افغان ولس وژل کېږي، ما اسلامي امارت خپل ورور وباله.»
په ورته مهال قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، سرپرست حکومت د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رامڼځته کړی دی.
نوموړي وویل: «هېواد څخه بهر افغانان د شخصیتونو رابللو کمېسیون سره په اړیکه کې دي او خپل نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه ورسره شریکوي. هغوی کولای شي په اسانه دغه کمېسیون سره اړیکه ونیسي.»
په همدې حال کې د پوهنتون استاد محمداکرم عارفي وايي، په ملي کچه داسې خبرې چې هېواد دننه کې د ټولو افغانانو ترمنځ پیل شي او د ټولو هېوادوالو حقونه پهکې تامین شي، کولای شي افغانستان له اوسني ناورین څخه رابهر کړي.
هغه سلاموطندار ته وویل: «له ملي خبرو منظور دا دی چې په ملي کچه خبرې وشي او د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي او یوې حل لارې ته سره ورسېږي. په ملي مشارکت کې باید ټول جریانونه او ښاریان باید د هېواد په سیاسي جوړښت کې ځان وویني.»
بلخوا سیاسي شنونکی زاهد امرخېل وايي، په ملي کچه خبرې اترې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري یې وړاندیز شوی، که د قومونو او سیاسي څېرو ترمنځ د واک وېشلو په معنی وي، مثبتې پایلې نه ورکوي.
نوموړي وویل: «که له ملي خبرو مو موخه د قومونو او ګوندونو ترمنځ د واک وېش، دا نه اسلامي امارت او نه هم افغانان مني. ملي خبرې باید پر ټولګډونه حکومت راټولې وي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، هېواد بېبرخلیکه سیاسي وضعیت سره مخ دی او د ټولګډونه حکومت نه جوړېدو او د ځینو مواردو کې پر بشري حقونو د محدودیت له امله، تراوسه هېڅ کوم هېواد د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.