که څه هم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له پخوا راهیسې ستونزې شته، خو تازه د ننګرهار د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، هغه کلینیکونه چې د دوی په سیمو کې فعال دي، اوس په کافي اندازه درمل او نورو طبي امکانات نه لري.
دوی وایي، مجبورېږي چې نورو سیمو او یا هم د مرکز جلالاباد حوزوي روغتون ته خپل ناروغان بوځي، خو د شته اقتصادي ستونزو له امله دا هم د ډېرو له توان پورته ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکباڼه وڅارئ
مسعود چې له دوربابا ولسوالي يې خپل ناروغ د شینوارو غنيخېلو روغتون ته بېولی وایي، هلته هېڅ امکانات نه وو او دلته هم اړ دی چې درمل له بهر وپېري. هغه وویل، د روغتیا برخې ملاتړي بنسټونه دې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د درملو او نورو طبي امکاناتو سربېره د لوژیستکي موادو کمښت او نشتوالی هم هغه څه دي چې د روغتونونو د فعالیت پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی.
د کامې ولسوالي اوسېدونکی عبدالله وایي، هغه څه چې خلک ورته اړتیا لري، روغتون کې نشته او له همدې امله ډاکټران هم نهبریالي کېږي چې په سمه توګه درملنه وکړي.
- د درملیزو خدمتونو ټولنه: د درملو په بیو کې ۱۵سلنه لوړوالی راغلی
- هېواد کې د درمل پلورونکو کاربندیز
- د غور ډېری روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مني چې یوشمېر روغتیايي کلینیکونو کې د درملو او نورو اړینو توکو ستونزې شته، خو زیاتوي چې په حکومتي کچه د حل سربېره له مرسته کوونکو ادارو سره هم په اړیکه کې دي او ډاډ یې تر لاسه کړی چې همکاري به کوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس عطاء الرحمن فاتح په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «د نوي بدلون په راتګ سره ځينې منفي تاثیرات زموږ د روغتیا په برخه پریوتي چې له دې امله یوشمېر کارکوونکي د معاشتو له کمښت سره مخ شوي. د درملو او غذايي موادو کمښت هم شته، خو په دې رابطه موږ ټوله هڅه کړې، د نړیوالو سازمانونو سره مو ناستې کړي، ډبلیو، ایچ او، اې سي ار سي او نورو ادارو د ستونزو د حل ډاډ راکړی دی.»
د هېواد په نورو سیمو کې هم د روغتیا په برخه کې د امکاناتو نشتوالی، خلکو ته لوی سرخوږی دی، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز (وچا) تېره اوونۍ ویليٍ، د افغانستان روغتیایي سکټور سره به ۴۵ میلیونه ډالر مرسته کوي چې د بېړنو مرستو د صندوق له لارې ورکول کېږي.