د کابل ښار درمل پلورونکي د اعتراضونو او لاریونونو په ۱۰مه ورځ اړ شول چې کاربندیز اعلان کړي. د افغانستان د درملو خدمتونو د ټولنې مسوولان حکومت د درملو واردولو پر انحصار تورنوي او وایي، حکومت د دوی په نه موجودیت کې پریکړه کړې چې د درملو واردول یو څو مشخصو شرکتونو ته وسپاري.

د افغانستان د درملو خدمتونو د ټولنې رییس اسدالله کاکړ او د دې ټولنې مرستیال ګل‌حلیم حلیم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې حکومت په هېواد کې د درملو خدمتونو د انحصار په موخه د ۵ شرکتونو جوړولو پر طرحې کار کوي. د دوی په وینا، یاد اعتراضونه او کاربندیز به تر هغه په ټول هېواد کې روان وي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

د معترضانو په خبره، که د هېواد د ګوټ ګوټ په هر روغتون او کلینیک کې د ناروغانو لپاره درمل پیدا نه شول، مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي. د یادې ټولنې مسوولان له ولسمشر څخه غواړي چې ستونزې یې حل کړي.

په کابل کې د اعتراضونو او درملتونونو د بندېدو په لومړیو شېبو کې هغه کسان چې د درملو پېرلو لپاره راغلي وایي، حکومت تل د خلکو لپاره د ستونزو جوړولو په لټه کې دی.

احمد چې لور یې بې‌هوښه او د درملو نسخه یې په لاس کې ده، وايي چې د درمل واردوونکو له لوري ټول درملتونونه تړل شوي دي. د هغه په وینا، د لور درمل یې یوازې په پروان هوټل کې موندل کېږي او دلته د کاربندیز له کبله ټول درملتونونه او شرکتونه تړل شوي دي. احمد زیاتوي، که لور یې پر خپل وخت درمل ونه خوري، لاسونه یې شخ پاتې کېږي.

خو د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ابراهیم شنیواری وایي، د درملو د انحصار لپاره هېڅ راز پلان نه لري، خو په وینا یې، تمه ده چې په دې برخه کې ځینې اصلاحات راشي.

د شینواري په وینا، د درمل واردېدو د انحصار نه، بلکې په اداره کې د خوړو او درملو ټولو پړاوونو پر ارزونې او اصلاح پر طرحې چې د درملو تولید، تورید، لېږد، زېرمه کول، په عمده او پرچون ډول د پلور څرنګوالی او ځینې نور موارد په‌کې شامل دي، کار کوي.

د کابل ښار درملتونونو، په ځانګړي ډول د پروان هوټل سیمې درملتونونو له تېرې اوونۍ راهیسې پر اعتراض لاس پورې کړی او نن یې کاربندیز هم اعلان کړ.

دوی خبرداری ورکوي، که حکومت د شته ستونزو هوارې لپاره اقدام و نه کړي، په مرکز او ولایتونو کې به درملتونونه تړلي وي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام