د غور دولتیار، چهارسده، پسابند، دولینه، ساغر، تولک او تیوره هغه ولسوالۍ دي چې له دوو میاشتو ډېرې مودې راهیسې د درملو له کمښت سره مخ دي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي او مسوولان وايي چې د درملو کمښت د خلکو او ناروغانو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

د غور د دولتیار ولسوالي اوسېدونکی عیدګل رحماني وايي، سره له دې چې ولسوالي یې فېروزکوه ښار ته نږدې ده، خو لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه لري او په وینا یې، هغه درمل چې د دولتیار ولسوالي لپاره په پام کې نیول شوي، بسنه نه کوي.

د غور د دولینه ولسوال محمدطاهر افضلي وايي، نه یوازې په یاده ولسوالي کې درمل کم دي، بلکې له دوو کلونو راهیسې ښځینه ډاکټرانې نه لري او په خبره یې، یادې ستونزې یې څو ځله له مسوولانو سره شریکې کړې هم دي.

د غور د پسابند ولسوالي سرپرست عبدالاحد او د دغه ولایت د چهارسدې ولسوالي امنیه قوماندان حبیب‌الله راجي هم په یادو ولسوالیو کې د درملو پر کمښت نیوکه کوي او وايي، طالبانو د دغو ولسوالیو د لارو په تړلو سره روغتیايي مرکزونو ته د درملو رسېدو مخه نیولې ده.

SONY DSC

د دوی په وینا، څو ځله یې دا ستونزه له مسوولو چارواکو سره شریکه کړې، خو په وینا یې، تر اوسه ورته پام نه دی شوی.

د غور د عامې روغتیا سرپرست عبداللطیف رحیمي د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د درملو کمښت مني او وايي، د ناامنیو له کبله نه دي توانېدلي چې د یادو ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو څارنه وکړي او د درملو د کمښت ستونزه حل کړي.

په همدې حال کې د انساني مرستو د همغږۍ موسسې یا CHA رییس لعل‌محمد سنجراني وايي، هڅه کوي چې د درملو کمښت په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د نوموړي په وینا، په خپلو ډیپوګانو کې لازم درمل لري او تر جون میاشتې پورې به د غور د روغتیايي مرکزونو لپاره درمل ورسوي.

غور د هېواد په لوېدیځ کې یو غرنی هېواد دی چې په ژمي کې د سختو لارو لرلو له کبله په‌کې روغتیايي مرکزونو ته د درملو او ناروغانو لېږد په برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام