د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان ۲۵ روغتونونو سره خپله مرسته ډېره کړې د روغتیا نړیوال سازمان «who» افغانستان کې د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار د روغتیا وزارت اړوند ۲۵ روغتونونو سره د طبي او نورو توکو مرسته ډېره کړې ده.
غور کې د کثافاتو او کارول شویو طبي توکو راټولونکي پر ناروغیو اخته شوي غور کې یوشمېر هغه ماشومان او مېرمنې چې د بېوزلۍ له امله د ښار له کثافاتدانیو، کثافات او کارول شوي طبي توکي راټولوي، پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
یونیسف له افغانستان سره ۳۲ ټُنه د طبي توکو مرسته وکړه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف له افغانستان سره ۳۲ ټنه روغتیايي توکي مرسته کړې ده.
ننګرهار کې د درملو او طبي امکاناتو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي که څه هم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له پخوا راهیسې ستونزې شته، خو تازه د ننګرهار د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، هغه کلینیکونه چې د دوی په سیمو کې فعال دي، اوس په کافي اندازه درمل او نورو طبي امکانات نه لري. هغه وویل، د روغتیا برخې ملاتړي بنسټونه دې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.