Asset 1SWN

غور کې د کثافاتو او کارول شویو طبي توکو راټولونکي پر ناروغیو اخته شوي

تصاویر (2)

غور کې یو‌شمېر هغه ماشومان او مېرمنې چې د بې‌وزلۍ له امله د ښار له کثافات‌دانیو، کثافات او کارول شوي طبي توکي راټولوي، پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

۴۶کلنه ګل‌ناز چې له سهار تر ماښامه د غور مرکز فېروزکوه ښار کې له کثافات‌دانیو، کثافات او کارول شوي طبي توکي راټولوي، وايي، اړ ده چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره هر ډول ناپاک څېزونه په لاس راټول کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې زیاته کړه چې فیروزکوه ښار کې د دې په څېر ګڼ‌شمېر نور بې‌وزله کسان هم شته چې اړ دي، کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره ناپاکو او چټلو څېزونو ته لاس کړي.

هغه وايي چې پر جلدي ناروغي اخته شوې او په سمه توګه یې د درملنې وس هم نه‌لري. هغې وویل: «پوزه او مخ مې خارش کوي، ډاکټر راته وویل چې کومې ناپاکۍ ته دې لاس وهلی. ورته مې وویل چې له ډېر وخت راهیسې کثافاتو کې لاس وهو، د پېچکارۍ بمبې، کارټنونه، د سیرم بوتلونه راټولوو، دا ټول چټل و، د همدې امله چې سهار له کوره راوتم، مخ مې پوستکی کړی و او خارش یې کاوه.»

په ورته مهال دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر داسې نجونې او هلکان شته چې د بې‌وزلي او لوږې له کبله هره ورځ د ښار له کثافات دانیو کثافات او ناپاک کارول شوي طبي توکي او وسایل راټولوي.

۱۲کلن علي‌شاه چې د کثافاتو راټولولو له امله یې پرمخ دانې راختلي وايي، له دې امله کثافات راټولوي چې څلورکسیزه کورنۍ یې لوږې پاتې نه‌شي.

هغه وویل: «یو ځل ناروغ شوم او پر مخ مې دانې راوختې، روغتون ته یې وړی وم، ډاکټرانو وویل چې تا ناپاکو څیزون ته لاس وروړی او له همدې امله دی.»

بل‌خوا د غور ولایتي روغتون مسوولان وايي چې ښار کې د کثافاتو او کارول شویو طبي توکو شتون د بېلابېلو توبرکلوز، برسلوز، تور زړي او جلدي ناروغیو لامل کېږي چې په وینا یې، باید له ښاره لرې انتقال او وسوځول شي.

د غور ولایتي روغتون سرطبیب محمدنصیر پارسا وویل: «هغه کثافات چې د تور زېړي، ایپتېدها، توبرکلوز، ایډز، بروسلوز او نورو مکروبونو ککړ وي، که د روږدو او ماشومانو لاس پرې ولګېږي، دوی هم پرې اخته کېږي او د دوی له لارې د کورنۍ نورو غړیو ته هم لېږدول کېږي. موږ دا مانتن له ښاره لرې نه لېږدوو، سوځووو چې له‌منځه لاړ شي.

په ورته مهال د فیروزکوه ښار، د ښاروالي مسوولان وايي چې د دوی ګومارل شوې ډلې هره ورځ د ښار له بېلابېلو سیمو څخه کثافات راټولوي او ټاکل شوې سیمې ته یې د له‌منځه وړو لپاره لېږدوي.

د فیروزکوه ښاروالي مطبوعاتي مسوول شعیب حماد وویل: «د ښاروالي پرسونل هره ورځ کثافات له ټاکل شویو سیمو څخه لېږدوي، یوه ستونزه چې زموږ هېواد‌وال یې لري، هغه دا ده چې کثافات ټاکل شوې سیمې ته نه راوړي او بل ځای یې اچوي او ګډوډي رامنځته کېږي چې ښاروالي نشي کولای په سیمه توګه پاک‌کاري وکړي. راتلونکې کې د کثافات لپاره ځایونه جوړو چې خلک شکایت ونه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

غور کې د روغتیاپالانو د معلوماتو له مخې، ښار کې د کثافاتو او کارول شویو طبي توکو د شتون له امله د ناروغیو سربېره چاپېریال ته هم زیان رسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام