Asset 1SWN

کابل کې د کثافاتو له ډېروالي شکایت؛ «ښاروالي د پاک‌کارۍ لپاره نه راځي»

کثافات-کابل

د کابل د اوومې او اتمې ناحیو اوسېدونکي یادو سیمو کې د کثافاتو له ډېروالي شکایت کوي او وايي چې کابل ښاروالي له دغو سیمو د کثافاتو لېږد او پاک‌کارۍ برخه کې ناغېړي کوي.

د اوومې او اتمې ناحیو د اړوند سیمو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې کابل ښاروالي په میاشت کې یو ځل هم  یادې سیمو ته د کثافاتو د ټولو او پاک‌کارۍ لپاره نه ورځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل د اتمې ناحیې اوسېدونکي فهیم سلام‌وطندار ته وویل، کله چې د ښاروالي کسان دې سیمې ته د پاک‌کارۍ لپاره ورځي، کثافات له ویالو راباسي او پر سرک یې ټولوي چې په ورځو ورځو همالته پراته وي.

نوموړي وویل: «سرک‌نو کې کثافات ډېر زیات دي، ښاروالي چې کثافت له ویالو راوباسي د ویالو تر غاړو یې ټولوي، څو چې وچ شي، کله چې وچ شي، موټر چې کله تېرېږي راتېرېږي، ګردونه د هوا او د ناروغیو لامل کېږي. خلک باید له ښاروالي سره همکاري وکړي.»

د کابل د اتمې ناحیې یو هټۍ‌وال نورمحمد وايي، که څه هم ښاروالي د کثافاتو د راټولولو دنده پر غاړه لري، خلکو په وینا یې، دې برخه کې خلک همکاري نه کوي او خپل کثافات پر سرکونو غورځوي.

هغه وویل: «خلک او کابل ښاروالي دواړه مهم رول لري د ښار په پاک‌والي کې، خو ستونزه په خلکو کې ده، کله چې خپل کثافات راوړي، کثافات دانیو کې یې نه اچوي. دې سیمه کې نه د خلکو او نه هم د ښاروالي له لوري پاکوالی په پام کې نیول کېږي.»

بل‌خوا د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي، که څه هم کابل ښاروالي په ټولو سیمو کې د کثافاتو د راټولولو لپاره کثافات دانۍ کېښودلي، خو په وینا یې، خلک خپل کثافات په‌کې نه ټولوي او نورو ځایونو کې یې غورځوي.

هغه وویل: «کابل ښار کې د کثافاتو په اندازه کثافات دانۍ لرو، خو د کثافات دانیو ستونزه نه ده، ستونزه په ځینو خلکو کې ده چې په خپل‌سري توګه یې ځینې ځایونو څخه ډېران جوړ کړی او هلته کثافات اچوي چې زموږ د تنظیف پرسونل له ستونزو سره مخ کوي. هره میاشت سروې کېږي، هغه سیمې چې د کثافاتو د راټولولو اړوند نه کېږي، خلک باید کثافات په‌کې ټول نه کړي او له ښاروالي سره همکاري وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د کابل ښار اوسېدونکي له ښاروالي غواړي چې دغه ښار کې شته کثافات ټول کړي او په وینا یې، د هوا په ګرمېدو سره به دغه کثافات د بېلابېلو ناروغیو لامل شي او د هېواد‌والو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام