Asset 1SWN

یحیی سریع: اسراییلو ته تلونکې هره کښتۍ به په نښه‌ کړو

347Y98A-highres-e1703755395659

یمن کې د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سریع وايي، دوی به هره هغه کښتۍ چې د اسراییلو بندرونو پر لور روانې وي او لاسرسی ورته ولري، په نښه به یې کړي.

سریع په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل: «موږ به هر هغه کښتۍ په نښه کړو چې د مدیترانې سمندر کې د اسراییلو بندرونو ته روانې وي. که زموږ لاس ورته ورسېږي، په نښه به یې کړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سریع د وینا پرمهال د دغې پرېکړې یو لامل د غزې لوېدیځ رفح ښار کې د اسراییلو د پراخ پوځي عملیات هم بللی چې اوس دغه ښار کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه وګړي مېشت دي.

ایران پلوه حوثي ډلې له نومبر میاشتې راهیسې د سور سمندرګي، باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی وايي، دغه بریدونه یې له فلسطینیانو سره د پیوستون د کمپاین یوه برخه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام