Asset 1SWN

ایران پر اسراییلو ۲۰۰ توغندي ورتوغولي

Untitled-2145

د اسراییلو پوځ وايي چې ایران پر دغه هېواد ۲۰۰ کروز او بالسټیک توغندي ورتوغولي دي.

د یاد هېواد د پوځ ویاند ډانیل هاګاري ویلي چې اسراییلو او متحدینو یې د دفاعي سېسټم په مرسته د یادو توغندیو ډېره برخه شنډ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هاګاري زیاته کړې چې د توغندیو یوه برخه کې د اسراییلو سوېل کې یو پوځي مرکز په نښه کړی چې په وینا یې، زیان ورته نه‌دی اوښتی.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل.

ایران بېګاه ناوخته پر اسراییلو د بې‌پېلوټه الوتکو په مرسته بریدونه کړي چې دغه هېواد غچ‌اخیستونکي بللي دي.

ایران وايي چې دغه بریدونه یې د سوریې دمشق کې اسراییلو له لوري د یاد هېواد د کونسلګري د نښه کولو له امله کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په هغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران د یوه مهم قومندان په ګډون اووه کسان وژل شوي وو. یاد برید د روانې وري میاشتې پر ۱۴مه شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام