ګوټرېش: نړۍ د بلې جګړې زغم نه‌لري

د ملګروملتونو سرمنشي پر اسراییلو د ایران د هوايي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو غاړو يې غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي.

انټونیو ګوټرېش ویلي چې «نړۍ د بلې جګړې زغم‌ نه‌لري.»

ایران پر اسراییلو ۲۰۰ توغندي ورتوغولي

د اسراییلو پوځ وايي چې ایران پر دغه هېواد ۲۰۰ کروز او بالسټیک توغندي ورتوغولي دي.

د یاد هېواد د پوځ ویاند ډانیل هاګاري ویلي چې اسراییلو او متحدینو یې د دفاعي سېسټم په مرسته د یادو توغندیو ډېره برخه شنډ کړي دي.

کارپوهان: امنیت شورا باید د ایران-اسراییلو د کړکیچ مخنیوي لپاره پرېکنده اقدام وکړي

د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر سفارت د اسراییلو د برید په ځواب کې، دغه هېواد «یکشنبه، اپرېل ۱۴مه» د اسراییلو پر اهدافو سلګونه کروز او بالستیک توغندي توغولي دي.

د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې ایران د بې‌پیلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو له لارې پر دغه هېواد تر ۲۰۰ ډېر بریدونه کړي.

هند سره د پاکستان مخالفت؛ شنونکي: د تماس ډلې د جوړېدو مخه نشي نیولی

د پاکستان د حکومت ځینو سرچینو د شنبې پر ورځ اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان په اړه د سیمې په کچه تماس ډله کې د هند له ګډون سره د پاکستان د مخالفت له امله د دغې ډلې د جوړولو طرحه له ستونزو سره مخ شوې. اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان دغه ډله کې د هند له حضور سره مخالفت څرګند کړی دی.

ایران پر اسراییلو د ډرون بریدونه کړي

ایراني چارواکي وايي چې د دغه هېواد له لوري پر اسراییلو غچ اخیستونکي د بې‌بېلوټه الوتکو بریدونه شوې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د دغه هېواد د سپاه پاسداران له قوله ویلي چې د ډرون الوتکو پر مټ یې په اسراییلو کې هدفونه په نښه کړي دي.

ایران وايي چې دغه بریدونه یې د سوریې دمشق کې اسراییلو له لوري د یاد هېواد د کونسلګري د نښه کولو له امله کړي دي.