Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل کې نن ماښام چینای له ممبی سره لوبه کوي

71f1afe2-aeea-4a3c-bec9-c106078e6379

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن د چینای سوپر کنګز لوبډله د ممبی انډیینز لوبډلې سره سیالي کوي. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، اپرېل ۱۴مه د هند د «وانکېډې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ممبی انډیینز لوبډله چې دغه لیګ کې له درېوو پرله‌پسې ماتو وروسته یې خپلې دوه لوبې ګټلي، د پیاوړې چینای لوبډلې کوربه‌توب کوي. ممبی لوبډله دامهال د سیالیو په جدول کې اووم ځای لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چینای لوبډله بیا له کړیو پنځو سیالیو په درېوو بریا او دوو ماتو سره د جدول درېیم ځای خپل کړی دی. دې لوبډله خپله تېره سیالي له کلکتې نایټ‌رایډرز وګټله.

بل‌خوا له ۲۰۲۱کال راهیسې د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې ممبی لوبډلې یوازې یو ځل چینای مات کړی او پاتې څلور لوبې، چینای سوپر کنګز ګټلې دي.

په همدې حال کې د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې چې دا مهال روانه ده، لکناو سوپر جاینټز له کلکته نایټ‌رایډرز سره لوبه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې بیا راجستان رویالز لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبه کې پنجاب کنګز مات کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام